لغمان کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د میر حسن بیلي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې میر حسن بیلي لوبډلې د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې کندې مېشه خېل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
