بغلان؛ ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې احمد سرپلي، معسود شيرپوري، جاويد سرپلي او عبدالوهاب تاشقرغاني خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
