هلمند کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز بولان سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د فیضي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې فیضي لوبډلې له خپل ۱۷۷ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د یوې منډې په توپیر یې خپلې سیالې کلیوال لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو د سالمې بوختیا په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
