پکتيکا کې ۱۵۰ تنو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار پیل شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۲۱:۱۵
پکتيکا کې ۱۵۰ تنو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د پکتيکا ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو ۱۵۰ ورزشکارانو او مسوولينو ته د فکري روزنې دوه ورځنی اصلاحي سیمینار پیل شو.

ياد سیمینار د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد مدرس مولوي محمد ابراهيم سعادت له لوري وړاندې کېږي، چی پکې به د دیني ارزښتونو، اسلامي اخلاقو، سالم فکر، ورزشي انضباط او د ورزشکار د فردي او ټولنیز مسؤولیت په اړه ګټور مطالب وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۹:۲۹
Background image

د اسیا المپیکي سیالیو کې نن دوه افغان ووشو کارانو سیالۍ وکړې

د جاپان اویچي ناګویا ٢٠م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو ووشو برخه کې نن محمد خالد هوتک په ٧٠ کیلو ګرامه وزن کې خپل یمني سیال مات کړ او محمد جعفر سلطاني په ٧٥ کیلو ګرامه وزن کې د قزاقستاني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۹:۲۸
Background image

د جاپان په ناګویا المپیکي اسیایي سیالیو کې ؛

محمد خالد هوتک افغان ووشو کار لومړنۍ سیالي له یمني سیال څخه وګټله.

ښاغلی هوتک به په ۷۰ کیلو وزن کې سبا نه بل سبا له اندونیزیایي سیال سره خپله دویمه سیالي وکړي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۹:۲۶
Background image

کابل؛ د قوت الرمي ملي فدراسيون د لوبڅارۍ پنځم پړاو ښوونيز سمينار پيل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د قوت الرمي ملي فدراسيون له لوري د المپیک ملي کمیټې د غونډو په تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۴۰ لوبڅارانو ته د قوت الرمي ملي فدراسيون د. . .

BACK TO NEWS