هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نهر سراج ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې نهر سراج ستورو لوبډلې له خپل ۱۷۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د پنځو منډو په توپیر یې خپلې سیالې آریانا اتلان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه ترسره شوې، چې ۴۰ ورځې یې دوام وکړ.
