ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورش ریاست له لوري د یاد ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکت سیالۍ د لقمان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې لقمان لوبډلې د دوو ویکټو په زیان د خپلې سیالې مبارک لوبډلې ۱۱۹ منډې هدف پوره کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

