هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بُست ساتونکو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بُست ساتونکو لوبډلې له خپل ۱۸۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۹ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ګل آغا بازار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
