پکتیکا؛ ګومل ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې ۱۶ ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د خیرمنځو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خیرمنځو لوبډلې له خپل ۱۰۶ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۵ منډو په توپیر یې خپلې سیالې الیزو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
