بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې لومړی اخراولاق د ناصر پهلوان او دویم اخراولاق د ګلبدین پهلوان له لوري ترسره شو او خوسی یې ترحلالې دایرې ورسوه او اتلولي یې خپله کړه.
