لوګر؛ محمدآغې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت لهدلوري د ياد ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لوګر اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې لوګر اتلانو لوبډلې د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې تنګي سټارز لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لرې والي په موخه ترسره شوې، چې ٤٠ ورځې یې دوام وکړ.
