هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په خانشین ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، د مینه وال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مینه وال لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې مرکزي ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
