د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي ننګرهار ولايت ته سفر وکړ

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۵۱
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي ننګرهار ولايت ته سفر وکړ

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي ننګرهار ولايت ته سفر وکړ

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمدجان ځدران، د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري، د بدن ښکلا فدراسيون ريیس باور هوتک او ورسره پلاوي ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له کارکوونکو او ورزشکارانو سره وليدل.

د دغو مراسمو په پيل کې د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس عبدالسلام وزيروال له کابل څخه راغلي پلاوي او ورزشکارانو ته ښه راغلاست ووايه او ننګرهار ولايت ته‌ يې د هېواد د ورزش ادارې د پلاوي سفر نېک اقدام ياد کړ.

ورپسې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق خبرې وکړې زياته يې کړه: خوښ يم چې يو ځل بيا د هېواد د ورزشي برخې له کارکوونکو او د همدې برخې د ورزشکارانو په منځ کې ځان وينم، ده زياته کړه ورزش ارزش دی، هغوی چې دغه ارزش ته اوليت ورکړی، باوري يم چې يوه ورځ به هېواد ارزښتونو ته رسېږي او د دغو ارزښتونو ساتنه به کوي.

ښاغلي وثيق د خپلو خبرو پر دوام وويل: ورزش يوازې ګټل او بايلل نه دي، بلکي ورزش د يووالي سمبول دی، چې پرمټ يې قومونه او ملتونه يوځای کېدلي شي. ده همداراز زياته کړه چې د ورزش اداره تر خپل توان پورې د ورزشکارانو ترڅنګ ولاړه ده او تل به يې ملاتړ کوي.

د دغې برنامې په وروستۍ برخه کې د المپيک، بدني روزنې ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق له لوري راغلو ورزشکارانو ته د هغوی د لا زيات تشويق په موخه نقدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په تاغز حوزه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۳
Background image

سرپل؛ کوهستانات ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پلهوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې، یوه ورځ یې دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS