نیمروز؛ د نړۍوالو لوبه کوربه!

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲ - ۱۱:۶
نیمروز؛ د نړۍوالو لوبه کوربه!

نعیم پرهیز

پڼجشنبه، مرغومي ۲مه، ۱۴۰۰ل

د هېواد په لوېدیځ کې نیمروز ولایت د موی تای لوبغاړو د یوې پرجوشه لوبې کوربه دی.

د موی تای فدراسیون د رییس مطیع الله نوري په قول نن پنجشنبه به د ولایتي لوبو پیل وي، چې ټول ټال پکې ۹۸ تنه لوبغاړي برخه اخلي.

هغه وايي سبا - جمعه - د پاکستان، ایران او افغان لوبغاړو په ګډون نړۍوالې لوبې پیلېږي، چې یوه ورځ به دوام ولري.

د سرچینې په قول په دې لوبو کې له پاکستانه ۲۵ تنه او له ایرانه ۸ تنه لوبغاړي برخه واخلي.

دا د ا.ا.ا له واکمنۍ وروسته لومړۍ نړۍواله لوبه ده چې دایرېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS