ننگرهار؛ دوربابا ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۲۰:۴۳
ننگرهار؛ دوربابا ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دوربابا ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د فکري ودې او سولې په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ولسوالۍ او کامران لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ولسوالۍ لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې د ۶ ویکټو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف کېښود، په ځواب کې کامران لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۰۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۴۶ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا ۱۵ ورځې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۰
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٥ جوړو لوبې مساوي او ٣٠. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۸:۲
Background image

کابل؛ د قوت الرمي ۶۰ ورزشکارانو ته د قوت الرمي ښوونيز او روزنيز سيمينار پیل شو

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت د ۱۰ کلبونو څخه ۶۰ ورزشکارانو ته د قوت الرمي شپږم پړاو ښوونيز او روزنيز سمينار د هېواد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۷:۵۹
Background image

د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې ازبکستان ته ماته ومنله

له ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو خپله درېیمه لوبه ازبکستان ته د ٣ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له خپلو درې سیالیو څخه دوه د. . .

BACK TO NEWS