ننگرهار؛ دوربابا ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sun, Jan 04 2026 8:43 PM
ننگرهار؛ دوربابا ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دوربابا ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د فکري ودې او سولې په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ولسوالۍ او کامران لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ولسوالۍ لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې د ۶ ویکټو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف کېښود، په ځواب کې کامران لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۰۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۴۶ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا ۱۵ ورځې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS