ننګرهار؛ دور بابا ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې مجیب لوبډلې د درېیوو ویکټو په زیان د خپلې سیالې کامران لوبډلې ۱۲۲ منډې هدف ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
