د بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډې همکاري هوکړهلیک لاسلیک شو
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډو ورزشي او تحصیلي همکاريو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه له مخې به د ورزش ادارې رسمي ورزشکاران او کارکوونکي په ۳۰ سلنه تخفیف سره د یاد پوهنتون په څلورګونو پوهنځیو کې لوړې زدهکړې کولی شي او دغه راز د دغه پوهنتون ټول زدهکړیالان کولی شي، چې د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري په ښوونیزو او وروزنیزو پروګرامونو کې په وړیا ډول ګډون وکړي.
د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د خانه نور پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس استاد محمد قیس وردګ هیله وښوده، چې د ورزش ادارې ترمنځ یې همکاري پراخه شي او په راتلونکو کې د لا ښو پروګرامونو د ترسره کولو په برخه کې له یو بل سره همکار پاتې شي.
دغه راز د کابل ولایت د بډمنټون فدراسیون رئیس محمد صابر لودي وویل، چې د دغه هوکړه لیک له مخې به د یاد پوهنتون زدهکړیالانو ته په وړیا ډول د بډمنټون روزنه ورکوي او همداراز زدهکړیالان کولی شي، چې د بډمنټون ملي فدراسیون په لوبغالي کې خپل تمرینونه ترسره کړي.
