ننګرهار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۳۲
ننګرهار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

یادې سیالۍ د سوک وهنې راتلونکو ټاکنیزو سیالیو ته د چمتو والي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په تاغز حوزه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۳
Background image

سرپل؛ کوهستانات ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پلهوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې، یوه ورځ یې دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS