د غزني ښار کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د نيايش مطبعې جام په نوم د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې پامير لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول، د لوبغاړو هڅول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و، چې دوې مياشتې يې دوام وکړ.
