کاپیسا کې د فوټبال ب ليګ سيالۍ د خراسان کوه بند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۲۰
کاپیسا کې د فوټبال ب ليګ سيالۍ د خراسان کوه بند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب ليګ سيالۍ د خراسان کوه بند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې خراسان کوه بند لوبډلې خپلې سیالې انقلاب تلشيد لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې درې مياشتې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۳:۲۶
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ژمي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۳
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.

د یادې سیالۍ په پای کې دوه آخرلاقه اعلان شول، چې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS