کابل کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کابل فوټسال الف لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۲:۱۱
کابل کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کابل فوټسال الف لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل کې د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال کمېټې له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د کابل فوټسال الف لیګ سیالۍ د دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې د ٥ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې جوانان پنجشیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د سیالیو په پای کې دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې د ٢١ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او ياران عطایي لوبډلې د ٢٠ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ او دواړو لوبډلو د کابل فوټسال غوره لیګ سیالیو ته لار ومونده.

د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د فوټسال کمېټې فني مرستیال حاجي فرید یوسفزي او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

دا سیالۍ د کابل فوټسال غوره لیګ سیالیو ته د غوره لوبډلو ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲
Background image

تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ينګي قلعه ولسوالۍ په کلفګاني کلي کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د برکه ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري په ياده ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې فلول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پومسه سبک لومړی پړاو او د مبارزه سبک څوارلسم پړاو تکواندو سیالۍ پیل شوې

د هېواد د المپیک، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري په کابل ښار کې د تکواندو مبارزه سبک څوارلسم پړاو ازادې سیالۍ د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په عمري. . .

BACK TO NEWS