کابل ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پومسه سبک لومړی پړاو او د مبارزه سبک څوارلسم پړاو تکواندو سیالۍ پیل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۶
کابل ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پومسه سبک لومړی پړاو او د مبارزه سبک څوارلسم پړاو تکواندو سیالۍ پیل شوې

د هېواد د المپیک، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري په کابل ښار کې د تکواندو مبارزه سبک څوارلسم پړاو ازادې سیالۍ د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په عمري کټګوریو او د پومسه سبک لومړی پړاو سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د کابل ښار ۵۰ ورزشکارانو په لسو لوبډلو او بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ګډون کړی دی، چې په پایله کې به غوره لوبډلې او ورزشکاران وستایل شي.

د یادو سیالیو موخه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ورزش ته وده ورکول او د روژې میاشتې نمانځل دي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۷
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS