وزلوبه؛ پنجشېر لوبډلې اتو غوره لوبډلو ته لار پېدا کړه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۶:۵۹
وزلوبه؛ پنجشېر لوبډلې اتو غوره لوبډلو ته لار پېدا کړه

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول افغانستان ليگ اووم پړاو سياليو په څلورمه ورځ يوه لوبه وشوه، چې د پنجشېر لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

د وزلوبې ليگ اووم پړاو سياليو په لسمه لوبه کې پنجشېر لوبډلې خپلې سيالې سنمگان لوبډلې ته د ۲ پر ۱ امتياز په توپير ماتې ورکړه او د اتو غوره لوبډلو پړاو ته يې لار ومونده، چې په دې سره د ياد ليگ لومړي پړاو سيالۍ هم پای ته ورسېدې.

د دغه ليگ دويم پړاو (۸ غوره لوبډلو ) سيالۍ به د کندز، بلخ، هرات، بغلان، پنجشېر، بدخشان، سرپل او تخار لوبډلو ترمنځ سبا ورځ پيل شي، چې لومړنۍ سيالي به يې سبا ۱۱ بجې د بدخشان او پنجشېر لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د ويلو ده، چې د يما پطرول افغانستان وزلوبې ليگ اووم پړاو سيالۍ د بهرنيو چاپندازانو په گډون د کندز، فارياب، بلخ، بدخشان، تخار، باميان، سرپل، پنجشير، سمنگان، بغلان او هرات لوبډلو ترمنځ څلور ورځې مخکې پيل شوي، چې اته ورځې به نور هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان د جوجيتسو درې کسیزه لوبډله، شلم پړاو اسيايي المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جوجيتسو ملي فدراسيون له لوري د جوجيتسو درې کسیزه لوبډله، چې درې واړه ورزشکاران وو د شلم پړاو اسيايي المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۵۶
Background image

خوست کې د ۱۳ ولایتونو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند پښتونستان پارک کې له ۱۳ ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۵۳
Background image

د سوک وهنې افغان ورزشکار د اسیا المپیکي سیالیو کې د جنوبي کوریا سیال ته ماته ومنله

د جاپان اویچې ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو د سوک وهنه سیالیو کې محمد ابراهیم فروتن په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د ۱ – ۴ میدانونو په توپیر د جنوبي کوریا سیال ته ماته ومنله.

دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS