نورستان؛ وایګل ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۶:۴۵
نورستان؛ وایګل ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې اشدل لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې اوچا لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه په مقابل کې اوچا لوبډلې یاد هدف پوره نه او لوبه یې د ۳۵ منډو په توپير وبایلله.

د یادو سیالیو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS