کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۱:۳۰
کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د څوکۍ ولسوالۍ اړوند ډنډې قلعه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پيليزه لوبه د پامير او ځوانانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه پامير لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۹ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو هدف کېښود، په ځواب کې ځوانانو لوبډلې ياد هدف په ۸م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۵ ويکټو په توپير وگټله.

دا سيالۍ د لوبغاړو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۴۳
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په لنډي ښاخ سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د آريانا اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په تاغز حوزه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۳
Background image

سرپل؛ کوهستانات ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پلهوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د ۳۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې، یوه ورځ یې دوام. . .

BACK TO NEWS