کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي
د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد ته ولاړ شي.
يادو لوبڅارانو له تګ وړاندې د مخې ښې په موخه د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ سره وليدل او د خپل سفر پر اړه يې ورسره معلومات شريک کړل.
پر دغو لوبڅارانو سربېره به، په يادو سياليو کې يو بل افغان لوبڅار اجمل اسحاقزی هم د کورش په برخه کې د افغانستان په استازيتوب لوبڅاري ترسره کړي، چې اوس مهال په ټایوان کې ژوند کوي.
د ويلو ده، چې ياد لوبڅاران به د روانې ميلادي مياشتې له ۲۷مې تر ۲۹ مې نېټې د جاپان په کوربتوب د اسيا المپيکي سياليو د سامبو کورش برخې لوبڅارنه ترسره کړي.
