تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۶:۳
تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې عبدالرشید، غلام خدایي، ذکر، ذبیح الله، داد الله او سمیع الله پهلوانانو اولاقونه ترسره کړل او خوسی یې تر حلالې دایرې ورسوه او د ډالیو ګټونکي شول.

د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۸
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۶
Background image

کابل کې د فني او مسلکي ریاست او المپیکي فدراسیونونو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند فني او مسلکي ریاست او د المپیکي فدراسیونونو استازو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

دغه غونډه، چې د ورزش ادارې فني او مسلکي رئیس محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۴
Background image

قدرمن خلیفه صاحب د کورنیو چارو وزارت د فوټبال له لوبډلې او مسولینو سره ولیدل

د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه صاحب د کورنیو چارو وزارت د فوټبال له لوبډلې سره وکتل او د هغوی وروستۍ لاسته راوړنه یې تقدیر کړه. په دې لیدنه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ. . .

BACK TO NEWS