قدرمن خلیفه صاحب د کورنیو چارو وزارت د فوټبال له لوبډلې او مسولینو سره ولیدل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۴
قدرمن خلیفه صاحب د کورنیو چارو وزارت د فوټبال له لوبډلې او مسولینو سره ولیدل

د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه صاحب د کورنیو چارو وزارت د فوټبال له لوبډلې سره وکتل او د هغوی وروستۍ لاسته راوړنه یې تقدیر کړه. په دې لیدنه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کورنیو چارو وزارت د فوټبال لوبډلې رهبري او ورزشکارانو او هم د فوټبال فدراسیون مسولینو شتون درلود.

په دې لیدنه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ وويل، چې اوسمهال په افغانستان کې ورزش د پرمختګ په حال کې دی او د ا.ا د مشرتابه د توجه له برکته ورځ تر بلې ورزشي لاسته راوړنې ډېریږي. نوموړي زیاته کړه، چې د سرتاسري سولې او ښه امنیت له برکته په ټول هیواد کې ورزشي فعالیتونو ته زمینه مساعده شوې او هم یې په خبرو کې له محترم خلیفه صاحب څخه ځانګړې مننه وکړه، چې تل یې ورزشکاران تشویق کړي دي.

قدرمن خلیفه صاحب د لوبغاړو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او هغوی ته یې اړینې سپارښتنې وکړې، نوموړي ورزشکاران وهڅول چې لا زیات ورزش ته پاملرنه وکړي او خپلې وړتیاوې لا پیاوړې کړي. همدارنګه، نوموړي زیاته کړه ، چې د هېواد سپېڅلي اسلامي او ملي ارزښتونو ته پاملرنه وکړي، د ښو اخلاقو بېلګه وګرځي، په هر ځای کې د ورورولۍ، اتحاد او ملي یووالي پېغام خپور کړي او له تعصب او بدبیني څخه ليرې اووسي.

د یادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزارت د فوټبال لوبډلې ( خوست اریانا لوبډلې) تازه د زونونو په کچه د فوټبال سیالیو اتلولي، چې د هلمند ولایت په کوربتوب ترسره شوې، ترلاسه کړې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS