د پهلوانۍ له جوش او ولولو څخه ډکې سیالۍ نن پای ته ورسېدې.
چهارشنبه، ۲۴لیندۍ ، ۱۴۰۰
دغه سیالۍ چې دوه ورځې وړاندې د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست په جمنازیوم کې پیل شوې وې او نن بشپړې شوې د کابل ۲۶ کلبونو د۲۶۰ ورزش کارانو په مټ له لسو وزني کټګوریو سره پکې ګډون درلود چې له ۵۷ تر ۱۲۵ وزني پورې یې د یو بل په وړاندې مقابله وکړه.
ددې فدراسیون د جنرال د سکرتر یونس حیران په خبره ډیر ژر به ددې برخې د ملي ټیم سیالۍ هم پیل شي.
