زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د نادرخان زابلي او غفور د کلبونو ترمنځ وشوې، په پايله د نادر خان زابلي کلب د ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
