پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سیالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۱۶
پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سیالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په مبارز کلب کې د ۹۶ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۴۸ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه په یاد ولایت کې د K1 سبک ورزش ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه ملي لوبډله او يو ۷ کسيز پلاوی، د ٢٠٢٦ اسیا جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS