لغمان؛ قرغيو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۱۹
لغمان؛ قرغيو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغیو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د فيروزآباد ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د فيروزآباد ځوانانو او ميرا قلعه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه فيروزآباد ځوانانو لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په نهو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه. میرا قلعه لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۰۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۲ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا ۲۱ ورځې دوام وکړ او په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS