بامیان؛ یکاولنګ ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیاليو په پای کې قربان د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړیو علي بخش دویم او رشید بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ په یکاولنګ ولسوالۍ کې ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
