کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيک بوکسينګ دويم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۳۱
کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيک بوکسينګ دويم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار له ۳۰ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د واکو کيک بوکسينګ دويم پړاو ټاکنيزې سيالۍ، د هېواد ورزش ادارې په دوه زره ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شوې.

په دې سياليو کې به ورزشکاران د لويانو عمري کټګورۍ په ۱۱ بېلابېلو وزنونو کې سيالۍ ترسره کړي، چې په پای کې به يې ۲۲ تنه د کابل ولايت د واکو کيک بوکسينګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د ويلو ده، چې دغه دوه ورځنۍ سيالۍ د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون سرپرست رئیس شير محمد هاشمي، د هېواد ورزش ادارې او د دې فدراسيون ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او يو شمير مينه والو په شتون کې، د واکو کيک بوکسينګ ملي لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو او ټاکلو په موخه پيل شوې، چې په پايله کې به يې ۲۲ ورزشکاران د کابل ولايت د واکو کيک بوکسينګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

دوالیبال پنځم پړاو سیالیو پر دوام؛ عقابان او ستاره‌ګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې له دوو ورځو راهیسې په پلازمېې کابل کې پیل شوي دي؛ په دویمه ورځ یې هم دوې لوبې ترسره شوې.

د دغو سیالیو په درېیمه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

ارزګان؛ ګیزاب ولسوالی کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سياليو لومړۍ لوبه کې مرکز. . .

BACK TO NEWS