د غزني ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شيران خراسان لوبډلې خپلې سیالې اتحاد نوين لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
