خوست کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې دېرشم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۳:۴۶
خوست کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې دېرشم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې له شپږو کلبونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې دېرشم پړاو سیالۍ د سنګین کلب په اتلولي پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ په کیوکوشین کان او سوکیوکوشین سبکونو کې ترسره شوې، چې په پای کې سنګین کلب د ۱۸ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، شریف کلب د ۱۱ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او فایټر افغان کلب د اوو نمرو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د کراټې راتلونکو سیالیو ته د ورزشکارانو د چمتووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د سرپل مرکز کې د ۱۵۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

سرپل؛ رقابت‌های بزکشی با اشتراک ۱۵۰ چاپنداز در مرکز آغاز شد

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د سلطان زاده ګروپ په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز کې د ورزش ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۳۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې یو آخرالاق اعلان شو، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۳۱
Background image

ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورش ریاست له لوري د یاد ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکت سیالۍ د لقمان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS