زابل کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري دیاد ولایت په سهراني سیمه کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ د سینک، باباګک، بازار او کاکړانو سیمو ترمنځ ترسره شوې، چې په پای کې بازار لوبډلې بریا خپله کړه.
یادې سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

