د سرپل مرکز کې د ۱۵۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د سلطان زاده ګروپ په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د وزلوبې ملي فدراسیون رییس غلام سرور جلال او د مینوالو په شتون کې پيل شوې.
په دغو سیالیو کې چاپندازانو د اوښانو او موټر ډالیو د ترلاسه کولو په موخه سیالۍ کوي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

