کابل؛ د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د کیمپو سبک ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۹:۵۴
کابل؛ د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د کیمپو سبک ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د المپیک بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیمپو سبک ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې، چې په پایله کې به د کابل په کچه ۳۲ لوبغاړي وټاکل شي.

دغه سیالۍ چې دوه ورځې به دوام وکړي، د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې ترسره کېږي او په هر سبک کې به اته ورزشکاران چې ټولټال ۳۲ کسه کېږي د کابل ولایت په کچه منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي او په راتلونکې که به د یاد ولایت په استازولۍ په ملي لوبو کې لوبېږي.

هېره دې نه وي، چې د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون د کیمپو سبک ټاکنیزي سیالۍ د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي او تمعه ده، چې په ولایتونو کې به هم خپلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۷
Background image

بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کوډبرق سیمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې .

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۵
Background image

د ورزش ادارې او NOVE Caring Human مؤسسې ترمنځ د همکاري هوکړه لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او NOVE Caring Human اېټالوي مؤسسې ترمنځ د بامیان ولایت د ورزشي جمنازیوم د بیا رغونې په برخه کې د همکاري ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS