غزني؛ ناور ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۱۹
غزني؛ ناور ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ناور ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ په امتیازي ډول ترسره شوې، چې په پایله کې برادران لوبډلې د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی او ستارګان لوبډلې د ۱۵ امیتازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د غزني ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۵۸
Background image

ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حصارک سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوکیوکوشین کراټې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوکیوکوشین کراټې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۹:۱۵
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې پيرو ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال په شپږ اړخیز نړۍ‌وال ټورنمنټ کې په خپله دويمه لوبه کې پيرو ته ۳ - صفر ماتې ورکړه.

افغان فوټسال ملي لوبډلې د دې سياليو خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره صفر -. . .

BACK TO NEWS