ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۱ - ۱۷:۵۷
ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د زوړ کلي ځوانانو او سرجل مرکزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه زوړ کلي ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه. چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٢ منډو هدف وټاکه. سرجل مرکزي لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۵
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۳
Background image

هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS