کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د نجيب تلاش، کابل ولايت د ۲۰۲۶ کال د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ د ياد رياست په دوه زره ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د بهرنیو ډيپلوماتانو په شتون کې پيل شوې.

دغه سيالۍ چې په پنځو عمري کټګوريو ( ۱۳, ۱۵, ۱۷, ۱۹ او ۲۰+ کلنو) کې پيل شوې، په لومړۍ لوبه کې يې محمد صادق بارکزي، خپل سیال احمد فهيم ضیايي ته د ۲ - صفر ميدانونو په توپير ماته ورکړه او لومړۍ بریا يې په خپل نوم کړه.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق، ټولو راغلو کورنيو او بهرنيو ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد ورزش ادارې د ښې پاملرنې او کوښښونو له امله په نړيوالو ميدانونو کې د ورزشکارانو د وروستيو لاسته راوړنو يادونه وکړه او دغه لاسته راوړنې يې د هېواد د ورزش په تاريخ کې بې سارې وبللې.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد ورزش اداره به په راتلونکو نړيوالو سياليو کې د ورزشکارانو کلک ملاتړ کوي؛ ترڅو ښې پايلې ترلاسه کړي.

دغه راز په کابل کې د روسيې سفارت د سياسي چارو رئيس رومان شېدروف، د بډمنټون لوبه د زغم او چټک غبرګون لوبه وبلله او د ا.ا.ا، د هېواد د ورزش ادارې له مشرتابه او د‌دې سياليو له تنظیمونکو څخه يې د دې سياليو له برابرولو له امله مننه وکړه.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د هېواد ورزش ادارې پر رهبرۍ سربېره، د ا.ا.ا د مرستيال وياند ملا حمد الله فطرت، د روسيې، ترکيې او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د استازو، د نجيب تلاش خيريه بنسټ رهبرۍ، د بډمنټون ملي فدراسیون د رهبرۍ، ورزشکارانو او نورو ورزشي مسؤلینو په شتون کې پيل شوې، چې پينځه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نیلي ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۱۶ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د یاد ولایت د پوهنې ریاست په همغږي د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۱۶ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د د احمدشاه دراني لېسې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ مرادي ګروپ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS