پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې پاچا خان اې ون لوبډلې د ۶ پر ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې مسعود لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ له نشهيي توکو څخه د ځوانانو د لرې والي په موخه پیل شوي دي، چې ۱۷ ورځې به دوام وکړي.
