غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې
غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد د جاغوري ولسوالۍ له بېلا بېلو ښوونځیو د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د معارف جام په نوم د فوټسال لیګ سیالۍ پيل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې سمر قلندري لوبډلې خپلې سیالې شهد.اء حیدر لېسې لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د زده کوونکو ترمنځ د فوټسال لوبو ته وده ورکول دي.
