د کرېکټ له نولس کلونو کم عمره ملي لوبډلې نیمه پایلوبه هند ته بایلوده
د کرېکټ له نولس کلونو کم عمره ملي لوبډلې د نړۍوال جام نیمه پایلوبه هند ته د اووه ویکټو په توپیر بایلوده.
افغان لوبډلې دغو سیالیو کې له ویسټ انډیز، زمبابوې، تانزانیا او ایرلنډ څخه خپلې لوبې وګټلې؛ خو له سریلانکا او هند څخه یې ماته ومنله.
د دغو سیالیو پایلوبه کې به هند د انګلنډ پر وړاندې راتلونکې جمعه( د سلواغې ١٧مه) د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
