زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۷:۵۰
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې ۱۲ ورځې مخکې پيل شوې وې د شوبار استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د مينه وال، لمر، شوبار استقلال او حلال لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې شوبار استقلال لوبډلې خپلې سيالې مينه وال لوبډلې ته د ۳ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS