په افغانستان کې د بدن ښکلا او فټنس لنډه مخینه

ناپیژنده (not verified)
په افغانستان کې د بدن ښکلا او فټنس لنډه مخینه

په افغانستان کې د بدن ښکلا او فټنس لنډه مخینه
د  بدن ښکلا ورزش چې هېواد کې د مينه والو شمېر ورځ تر بلې په زياتېدو دی په ۱۳۳۸ هجري لمريز کال کې د يوه امريکايي پيلوټ او د يو شمېر ځوانانو لکه استاد عبدالشکور ولي، د وزن پورته کولو لوبغاړي، کپتـان بابا ، عبدالاحمد، محمد علی شناور، بريالی ناصری، روح الله هغه اتلان دي چې نومونه ایې له بده مرغه هیر شوي دي دهغوی د هڅو په پایله کې د دې فدراسیون د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
 په یقین سره ویلای شو چې په هیواد کې د دې ورزش پرمختګ د دې ورزش د استادانو اتلانو او مخکښو لکه شمس الله رهین ، رحیم بره کی ، نیک محمد شیرزی ، سیدخلیل آرش ، صوفی نصیر، عبدالحمید پنجشیری ، عزیز آرزو ، فضل احمد فضلیار، حفیظ چهاردهی ، نبیل محمد ، قادر حیران ، ظاهرحیران او فرید د هلو ځلو او هڅو له پایله ده.
دغه استادان چې نومونه یې د  بدن ښکلا په تکاملي پړاوونو کې څرګندېږي، هر یو یې په خپل وار په هېواد کې د بدن ښکلا ورزش په وده او پرمختګ کې ونډه اخیستې ده، چې د ستاینې وړ دي؛ په مرکز او ولایتونو کې د زرګونو ورزشکارانو سره د  بدن ښکلا د سلګونو کلپونو شتون په افغانستان کې د مخکښانو، تجربه کارانو او د بدن د ښکلا د اتلانو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو او هڅو پایله ده.
په ۱۳۵۲ کال کې د بدن د ښکلا فدراسیون په رسمي ډول د وحید اعتمادي، کپتان بابا، شمس الله رحیم، نادر فرخ او نورو ځوانانو په پراخو هڅو جوړ شو او کپتان بابا د بدن د ښکلا فدراسیون د لومړني رئیس په توګه وټاکل شو. نادر فرخ د دوهم، شمس الله رحیم د دریم، عبدالقادر رسولي د څلورم، عبدالرشید ابراهیم زاده د پنځم، محمد رحیم برکی د شپږم، فخرالدین شیخاني اووم او عبدالله یعقوبي د اتم  رییس په توګه وټاکل شول د یادولو وړ ده چې له 2004 میلادي وروسته استاد باور هوتک د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون رییس په توګه ټاکل شوی دی.
په نړیوالو معیارونو سره د  بدن ښکلا لومړۍ سیالۍ په ۱۳۵۷ کال په کابل نندارې کې په درېیو کټګوریو ( جګ قد متوسط قد او ټیټ قد) کې ترسره شوې د یادولو ده تر دې وړاندې د بدن ښکلا سیالۍ د قد پر بنسټ  ترسره کېدلې او د 1365  کال را په دېخوا یادې سیالی په پنځو وزنونو کې ترسره شوې چې لا هم دوام لري.
د هیواد د  بدن ښکلا فدراسیون له منل شویو نړیوالو معیارونو سره په ۱۳۸۲  کال کې د اسیا او نړیوال فدراسیون غړیتوب یي ترلاسه کړ او په ۲۰۰۴ کال کې په بحرین کې په لومړۍ نړیوالو سیالیو کې د بدن د ښکلا څلورو غوره ورزشکارانو او دوو هیتانو سره ګډون کړي وو.
د بدن د ښکلا او فټنس ملي فدراسیون په ۱۳۸۳ کال کې په کابل کې د مسټر برخې لومړۍ سیالۍ ترسره کړه، چې استاد نورالهدا شیرزاد په هېواد کې د لومړي ماسټر په توګه غوره شو او په ۱۳۸۴ کال کې یې د افغانستان د ملي لوبډلې د غوراوي لومړۍ سیالۍ ترسره شوې. 
د افغانستان د بدن ښکلا فدراسیون په اسيايي او نړيوالو سياليو کې ډېر مډالونه ګټلي او  په 2009، 2010، 2011، 2014 او 2018 کلونو کې پنځه ځلې يې د جنوبي اسيا اتلولي ګټلې ده. په 2012 کې، په دې سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ.
دغه راز له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د بدن د ښکلا فدراسیون ملي لوبډلې په پرله پسې ډول په اسیایي او نړیوالو سیالیو کې په ګډون سره د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو لسګونه مډالونه ګټلي دي.
د بدن د ښکلا او فټنس ملي فدراسیون تر ټولو ستر ویاړ په ۲۰۱۷ کال د نړۍ د اتلولۍ یا (Mr. Universe and Overall winner ) په نهم پړاو کې چې په منګولیا کې ترسره شوې، د ښاغلي یاسین قادری لخوا د نړۍ د عضلاتو اتل لقب ترلاسه کول دی.
په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان د لومړي ځل لپاره په نړیوالو سیالیو کې د  بدن ښکلا په کټګورۍ او د مخکښانو په کټګورۍ کې د برونزو مډال وګټه. په ۲۰۱۵ کال کې یې د ازبکستان په تاشکند کې د اسیایي لوبو په درشل کې د سرو زرو یو مډال او د مخکښانو په کټګورۍ کې یې د سپینو زرو مډال د افغانستان په نوم کړ.