پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هستي لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې یعقوب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې اته ورځې به دوام وکړي.
