د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله دويمه لوبه ايران سره مساوي کړه

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۱
د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله دويمه لوبه ايران سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالیو خپله دويمه لوبه د ايران سره ترسره کړه، چې لوبه ۲ - ۲ مساوي پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان ته د ۹ - ۵ ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړې وه.

افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه لوبه کې د لړم پر ۱۷مه له مراکش سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د فوټسال سیالۍ د ۸ هېوادنو ترمنځ په دوه ګروپونو کې ترسره کېږي، چې افغانستان په B ګروپ کې له تاجکستان، ایران او مراکش سره په يو ګروپ کې دی.

د اسلامي هېوادونو د پيوستون ۶م پړاو سیالۍ په ۲۳ ورزشي رشتو کې د سعودي عربستان په کوربه‌توب په پلازمېنه ریاض ښار کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو په ګدون د نومبر په څلورمه پیل شوي او تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS