زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اول نمبر لېسې الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې اول نمبر لېسې الف لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې پارک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې اته ورځې یې دوام وکړ.
